پینډۍ 09 اکتوبر (اے پی پی) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه وئېلي دي چې كه دښمن كومه مهم جوئي وكړه نو زيات زيان به پورته كړي٬د ترهه ګرۍ په ضد زمونږ جنګ كاميابۍ ته نزدې كېږي٬د ترهه ګرۍ پھ ضد جنګ كښې كوم هم هېواد د پاكستان څخه زياتې قربانۍ ور??ړی نه دي٬پاكستان په كوم هم قيمت د ترهه ګرۍ څخه پاكول زمونږ فرض دې٬د پاكستان هوائي ځواك د ترهه ګرو پټ ځايونو او ??ربيتي مركزونو د مينځه وړولو كښې مهم كردار ترسره كړې۔د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه پي اے اېف اصغر خان اكېډمي كښې د ګريجوېټ كېډټس پاسنګ آؤټ پرېډ دستورې ته خطاب ??ولو۔د پاك هوائي ځواك مشر ايئر چيف مارشل سهيل امان هم پھ دې مهال موجود وو۔د آئي اېس پي آر ترمخه د پوځ سرلښكر پاس آؤټ شويو 129 كېډټس ته بيجونه ولګول او ګريجوېټ او ??يوارډ ګټونكو كېډټس ته يې مباركي وركړه۔پھ دې مهال جنرال قمر جاوېد باجوه د سعودي عرب او ?? اردن د شاهي فضائيه ګريجوېټ كېډټس ته هم مباركي وركړه۔دستورې ته په خپل خطاب ??ښې د پاك پوځ سرلښكر ووئيل پاك فضائيه د هېواد دفاع لپاره ډېره مهمه ده٬د پي اے اېف غوره كاركردګۍ سره د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې كاميابي ترلاسه شوې٬پاك فضائيه د ترهه ګرو پټ ځايونه او ??ربيتي مركزونه مينځه وړولو كښې مهم كردار ترسره كړی۔ده ??وئيل مونږ د كوم هم داخلي او ??ارجي جارحيت مقابلې ته چمتو يو۔د دښمن وړوكې يا لويې د كومې هم مهم جوئي پھ صورت كښې به زيات زيان پورته كوي۔د پاك پوځ سرلښكر ووئيل مونږ د امن او ??لامتيا په ځاې كولو عزم لرو۔د امن په ځاې كېدو كښې د پاكستان استحكام او ?? سلامتيا ضمانت دې۔جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل د آپرېشنل ردالفساد ترمخه د پاتې ترهه ګرو خاتمې له مو ګامونه پورته كړل۔پاكستان په كوم هم قيمت د ترهه ګرۍڅخه پاكول زمونږ فرض دې۔ده ??وئيل وسله وال ځواك د قام په مرسته ډېرې زر كاميابۍ ترلاسه كړي۔ده ??وئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې مونږ بلها قربانۍ ور??ړی دي٬كوم هم هېواد د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې پاكستان څخه زياتې قربانۍ ور??ړی نه دي۔له بده ??رغه نړيوالې ورورولۍ هم د پاكستان قربانۍ منلې نه دي۔