نيويارك 20 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د امريكې كمپنو ته وئېلي دي په پاك??تا?? كښې سرمايه كاري وكړې چرته به چې تاسو له محفوظ چاپېرچل په زړه پورې ګټه او د هغې هېواد ته منتقل كول باوري كولې شي۔د پاك??تا?? امريكې بزنس كونسل د سيوري لاندې د ماسپښين مېلمستيا ته پھ خپل خطاب كښې وزيراعظم ووئيل پاك??تا?? به په 2025 كښې د نړۍ 20 لويو معاشي قوتونو كښې شامل شي۔د پاك??تا?? 60 فيصده آبادي د 30 كاله څخه كم عمره او په لس كروړه مډل كلاس اولس مشتمله ده٬مېلمستيا كښې د امريكې د لويو كمپنو مشرانو او نمائندګانو ګډون كولو۔وزيراعظم ووئيل پاك??تا?? هر ډول صلاحيت لري د كوم منلو ته چې اړتيا ده۔ده تېره شپه د استقبالې په موقع د امريكې دوهم اولس مشر سره د ملاقات ذكر وكړو۔ده ووئيل د امريكې دوهم اولس مشر مائيك پينس سره شوې ملاقات ګټور ؤ۔ده ووئيل د امريكې قيادت د پاك??تا?? په اړه مثبته رويه لري او زه هم هغوي له باور وركوم چې پاك??تا?? د تر??ه ګرۍ په ضد جنګ او د خپلې خاورې څخه د تر??ه ګرۍ لعنت ختمولو له لوظي دے۔وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل د پاك??تا?? حكومت د سرمايه كارو د حاجتونو څخه خبر دے۔ده باور وركړو چې د غېر ملكي كمپنو ټول حاجتونه به تر سره كولې شي۔وزيراعظم پاك??تا?? كښې د امنيت په اړه اندېښنې په بشپړه توګه رد كولو سره ووئيل په پاك??تا?? كښې د امريكې ځينې كمپنۍ وړاندې څخه موجود دي او ښه كاروبار كوي۔ده د جنرل اليكټرك حواله وركړه كومه چې د پاك??تا?? په بېلو پروژو كښې كار كوي۔ده ووئيل د امريكې كمپنۍ په سي پېك كښې سرمايه كاري كولې شي۔سي پېك كښې چين د 60 اربه ډالره سرمايه كاري كوي۔ده ووئيل سي پېك سره به د مينځني آسيا هېوادونو لپ??ره نوې لاره پرانستلې شي۔ده ووئيل د ميكرو اكنامك اشاريې ښه شوي٬شرح نمو په څلورو كلونو كښې 5.3 فيصد ته رسېدلې كومه به چې راروان كال 6 فيصده ته ورسي۔ده ووئيل د هېواد سټاك ايكسچېنج نړۍ او سيمه كښې د ښه كاركردګۍ څرګندونه كوي۔وزيراعظم ووئيل 2018 كښې به لس زره مېګاواټ برېښنا قامي ګرډ كښې شامله كړې شي۔ده ووئيل د جديد ليكوئيفائيډ نچرل ګاز ټرمينل جوړولو سره به د قدرتي ګاز حاجت هم پوره شي۔ده ووئيل د اوبو لويې پنګې هم تندۍ سره بشپړولې شي چې ورسره به د برېښنا پېداوار زيات شي۔ده ووئيل پاك??تا?? امن لپ??ره لويې قرباني وركړې٬د تر??ه ګرۍ جالې ختمې كړې شوي او پاك??تا?? به په بشپړه توګه يو محفوظ هېواد جوړولې شي۔ده ووئيل نړۍ امن ناكه جوړولو لپ??ره پاك??تا?? د 120 اربه ډالرو معاشي زيان پورته كړی۔