واشنګټن 21 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې پاكستان د ت??هګ??ې په ضد جنګ كښې فعاله شراكت دار دے٬ پاكستان افغانستان سره په پوله په سختو سيمو كښې د شدت خوښو لخوا كارول كېدونكي ټول پټنځايونه له مېنځه وړي۔ ده دا خبرې نيويارك ټائمز سره په يوه مركه كښې كړې دي كومه چې د شورو په ورځ خپره شوې۔ وزيراعظم څوك چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې د ګډون كولو په لړ كښې په نيويارك كښې دے٬ ووئيل چې په پاكستان كښې دا تاثر دے چې د ت??هګ??ې د لعنت په ضد سره د ټولو هڅو د امريكې لخوا د پاكستان ډاډګېرنه نه ده شوې او زمونږ د قربانې بېزه جوړول كېږي۔ ده ووئيل چې مونږ د ت??هګ??ې په ضد فعاله شراكتدار يو٬ دلته دا خبره د ذكر وړ ده چې لكه څنګه چې په امريكائي مېډيا كښې رپورټ ش??ې چې د پاكستان په اړه د امريكې نوې پاليسي او د هند په پلو د هغې په ټېټېدلو په هېواد كښې سخت غبرګون موندل كېږي او تجزيه كوونكو خبردارې وركړې چې د امريكې د نوې پالېسې د ګارګر كېدو امكان نشته او دې سره به په افغانستان كښې د امن مقصد په ترلاسه كولو كښې مشكل پېدا شي او له بلې خوا پاكستان كوم چې د ت??هګ??ې په ضد نړيوال جنګ كښې لوي قيمت ادا كړے٬ څو ځله په دې خبره زور وركړے چې هغه د ت??هګ??و په ضد د كوم فرق نه بغېر كارروائي كوي او انتهاخوښي عناصر په تښته دي او هغو په ګاونډي هېواد افغانستان كښې پناه اخيستې۔ وزيراعظم نيويارك ټائمز سره په مركه كښې ووئيل چې د پاكستان وسله والو ځواكونو افغانستان سره په پوله په سختو سيمو كښې د شدت خوښو لخوا كارول كېدونكي ټول پټنځايونه له مېنځه وړي۔ شاهد خاقان عباسي په س??يو ټكو كښې ووئيل چې د پاكستان پوځ په س??مه بېرته كنټرول ترلاسه كړے او اوس د ت??هګ??ې هېڅ يوه اډه نشته۔ نيويارك ټائمز د وزيراعظم په اړه وئيلي دي چې پاكستان سره ټېكټيكل نيوكلير وسله نشته۔ ده ووئيل چې پاكستان سره مختصر فاصله ويشتونكې نيوكليئر وسله ده كومه چې د جنګ په مېدان كښې كارولو لپاره نه ده ډيزائن كړې شوې او دا په سخت حفاظتي كمانډ اېنډ كنټرول كښې ده۔