کراچۍ 12 ستمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقی وزیر احسن اقبال د سندھ مدرسه بورډ (اېس اېم بی) فاطمه جناح هائی اسکول دورہ وكړه۔ په دې مهال د زده كونكو سره په خپلو خبرو اترو كښې ده ووئيل ?? تعلیم ترلاسه كولو نه غير پرمختګ ممکن نه دې كومو قامونو چې ??علیم ترلاسه كړې هغوي پرمختګ كړې۔ ده ووئيل ??دید دور كښې به ميرمنو له د سړو سره اوږه په او??ه كار كول وي۔ ده ووئيل ??مونږ نوې نسل صلاحیت لرونكې او لوظي دې۔ هغوي ته يواځې د مناسب پلیټ فارم او لارښودنې ته اړتيا ده۔ ده د سكول د بيلو برخو دوره وكړه او زده كونكو له په سكول كښې د وركړې شويو اسانيو ستائنه ئې وكړه۔ په دې مهال د هېواد نامتو سندرغاړې شهزاد رائے وفاقی وزیر له بریفنګ وركولو سره ووئيل چې ??مونږ غير سرکاری تنظیم “زندګی ټرسټ ” اېس اېم بی فاطمه جناح هائی اسکول خپل کفالت كښې اخستې او د دې ټول خرڅونه ټرسټ پخپله برداشت كوي۔ده ووئيل ??ا مهال 2500 څخه زيات زده كونكو له معیاری تعلیم وركړې كېږي۔ ده ووئيل مونږ د كراچۍ نور سرکاری سکولونه هم خپل کفالت كښې د اخستلو ارادہ لرو دغسې چې نوې نسل په ښه ډول لارښودنه وكړې شي