اسلام آباد 02 دس??بر(اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف ??لو?? وئيلي دي چې د خاص كسانو خېر ښګړه او دوي د ټولنې فعاله غړي جوړول ډېر ضروري دي٬ د دوي په پايه تخت اسلام آباد كښې تګ راتګ ښه كولو ته اړتيا ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خاص كسانو خېرښګړې پحقله د غونډې مشرۍ په مهال كړې۔په غونډه كښې د هاٶسنګ سېكتر او د سي ډي اے چيئرمېن ګډون وكړو۔ په دې موقع صدر مملکت ډاکټر عارف ??لو?? ته د خاص كسانو خېرښګړې لپا??ه د اقداماتو پحقله بريفنګ وركړې شو۔ صدرمملکت ډاکټر عارف ??لو?? ووئيل د خاص كسانو خېر ښګړه او دوي د ټولنې فعاله غړي جوړول ډېر ضروري دي٬ دوي په پايه تخت اسلام آباد كښې تګ راتګ ښه كولو ته اړتيا ده۔ په دې موقع د سي ډي اے چئيرمېن ووئيل د اسلام آباد په 235 پاركس به خاص كسانو لپاره جلا پاركنګ مختص كولې شي او تر پياده تګ لارې به دوي ته د رسنې سهولت وركولې شي٬ دې سره سره به د اسلام آباد تر شاپنګ مالز د خاص كسانو رسنې لپاره رېمپ جوړولې شي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل خاص كسان تر فټ پاته آسانۍ سره رسنې لپاره به انتظامات زر ترسره بشپړ كړې شي۔ صدرعارف ??لو?? په دې موقع د پاكستان ستېټ بېنك لخوا خاص كسانو لپا??ه د شويو اقداماتو ستائنه وكړه