اسلام آباد۔30 اکتوبر(اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان د پمز روغتون اسلام آباد غېر اعلانيه دوره وكړه۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز او خصوصي مرستيا?? ډاكټر فېصل سلطان هم وزيراعظم سره وو۔ وزيراعظم د اېمرجنسي بلاك معائنه وكړه۔ خصوصي مرستيا?? ډاكټر فېصل سلطان وزيراعظم ته نوي بلاك كښې ناروغانو ته د وركړې كېدونكو آسانيو په اړه بريفنګ وركړو۔ خصوصي مرستيال وزيراعظم ته ووئيل چې کورونا وبا ته پام كولو سره اېمرجنسي ته راتلونكو رنځورانو له خاص تګلاره وضعه كړې شوې ده۔ هغه ووئيل اېمرجسني ته راتلونكې رنځور ته ابتدائي طبي مرسته وركولې شي او ورسته ه??ه د ه??ه د حالت مطابق د روغتون اړوندې بر??ې ته لېږلې شي۔ وزیر اعظم د روغتون د پخوانو بلاكونو جاج هم واخست۔ وزیرِ اعظم په نوي اېمرجسني بلاك كښې د وركړې كېدونكو آسانيو ستائنه وكړه۔ په دې مهال وزیرِاعظم اېمرجنسی وارډ كښې موجوده ډاكټرانو سره خبرې وكړې او دوئي نه ئې روغتون كښې د ترلاسه آسانيو په اړه پوښتنې وكړې۔