اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) د سماجي تحفظ او د غربت تخفيف لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر په چارسده كښې د احساس نادرا رجسټرېشن سنټر دوره كړې او په دې موقع ئې د احساس پروګ??ام تر سېوري لاندې د اېن اېس سي آر ??رو?? جاج واخست۔ په دې موقع ډاکټر ثانيه نشتر په رجسټرېشن سنټر كښې د موجودو خلقو مسئلې واورېدې او په رجسټرېشن ډېكس موجود زنانه او نارينه كسانو څخه ئې د دوي كوائف معلوم كړل٬ په دې موقع خلقو د رجسټرېشن عمل په مهال رامخې ته مسئلې په ګوته كړې٬ د ??رو?? مقصد د مستحقو كسانو كوائف جمع كول دي٬ د كال 2010 نه پس د اېن اېس سي آر دا دوېمه ??رو?? ده۔ دې اړوندو چارواكو ته امر وكړٶ چې مطلوبه سهولتونه اولس ته وركرئ۔ په دې موقع اړوند چارواكو د انتظامي مسئلو نه ډاكټر ثانيه نشتر خبر كړه۔