اسلام آباد۔7اکتوبر(اے پی پی) اېډمرل م??مد امجد خان نيازي هلال امتياز (ملټري) ستاره بسالت د 22 م چيف آف دي نېول اسټاف په حېث د پ??ك بحريه ذمه وارۍ ترلاسه كړي دي ۔ د كمان بدلون يو پروقاره دستوره په پي اېن اېس ظفر اسلام آباد كښې وشوه چرته چې اېډمرل ظفر محمود عباسي نشان امتياز (ملټري) د خپل ملازمت په ترسره كېدو د پ??ك بحريه كمان اېډمرل م??مد امجد خان نيازي ته وسپارلو۔ د پ??ک بحریه چارواكو او ځوانانو ته د مخې ښې خپل خطاب كښې نېول چیف اېډمرل ظفر محمود ع??اس?? ووئيل زما بنيادي مقصد پ??ك بحريه يو غوره پوځ جوړول وو۔ اېډمرل ظفر محمود ع??اس?? په تېرو كلونو كښې په غېر مستحكم جغرافيائي او سياسي صورتحال او زيات شوي تاؤ تريخوالي خبره كولو سره په خاص توګه د پلواما پېښې نه وروستو د رامخې ته شوي صورتحال په خاص توګه ذكر وكړو۔ ده د پ??كستان په سمندر كښې د لاس وهنې هڅې كوونكي آبدوز په نيولو د پ??ك بحريه د پېشه وره صلاحيتونه ستائنه وكړه۔ اېډمرل ظفر محمود عباسي د پ??ك بحريه كمان په ترلاسه كولو اېډمرل م??مد امجد خان نيازي له مباركي وركړه۔ ده نوي نېول چيف لپاره د نېكو هېلو څرګندونه كولو سره ووئيل د ده په مشرۍ كښې به بحريه د ترقۍ نوو پراؤنو څخه تېره شي۔ دې نه وړاندې موده ترسره كوؤنكي نېول چيف ته ګارډ آف آنر وړاندے كړے شو۔ د كمان بدلون دستوره كښ د پ??ك بحريه پخوانو مشرانو ٬ حاضر سروس او ريټائرډ افسرانو ٬ سي پي اوز /سېلرز او د نېوي سويلينز ګډون وكړو