اسلام آباد 19 اګست (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقی وزیر سېنېټر شبلی فراز وئيلي دي د ففتھ جنریشن وار هدف هيواد كښې اړے ګړے او نا امیدی پیدا کول دي ، قام د ترقۍ پلو روان شوے او معیشت بحاليږي، هيواد لپاره ښه خبرونه رامخې ت?? كيږي او د هيواد او قام لپاره ښه خبر د اپوزیشن لپاره خراب خبر دے، په ثابت قدمۍ اولس په سخت وخت كښې د جمهوری ??کو??ت ملګرتيا كړې، اوس د سخت وخت څخه رابهر شوې يو،په وړومبي ځل د هيواد په تاريخ كښې اولسي نمائندګان د اولس په وړاندې ځواب وركولو لپاره خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي، مافیاز به پرې نه ښودلے شي، مونږ هڅې كوو چې نن د تير كال څخه او راتلونكے وخت د نن څخه ښه وي۔ د دې خیالاتو څركندونه ده د شورو په ورځ د مواصلات وفاقی وزیر مراد سعید، د سائنس اینډ ټیکنالوجی وفاقی وزیر فواد چوهدری، د بشري حقونو وفاقی وزیرې شیریں مزاری، د بین الصوبائی رابطه وفاقی وزیرې فهمیدہ مرزا، د وزیراعظم خاص مرستيال ندیم بابر او وزیراعظم خاص مرستيال شهزاد قاسم سره د ??کو??ت دوه كلنې کارکردګۍ په لړ كښې شريك پریس کنفرنس ته وينا كښې وكړه۔ د اطلاعات وزير ووئيل ??کو??ت د دوه كاله په پور?? كيدو د خپلو ټولو وزارتونو کارکردګي اولس ته وړان??ې كوي چې مقصد ئې خپل جمهوری فرض ترسره كول دي۔ د اطلاعات وزير ووئيل د ففتھ جنریشن وار هدف هيواد كښې افراتفری او ناامیدی پیدا کول وي او اپوزیشن اولس كښې مایوسی او افراتفری پیدا کول غواړي۔ده ووئېل اولس زمونږ سره ولاړ دے،ټول سازشونه به ناكامه كولے شي۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان يو ځل بيا په ډاګه كړې چې د قانون حکمرانی به باوري كولې شي او مافیاز به پرې نه ښودلې شي ۔ ده ووئيل د خوشحالۍ دور پيل شوے، مثبت نتيجې رامخې ت?? كيږي۔ده ووئېل تيرو ??کو??تونو هيواد غریب کړے او د پرمختګ لپاره ئې هيڅ نه دي كړي ، وسائل په ښه ډول نه دي كارولې شي او هېواد په بیدردۍ سره لوټ كړے شوے، مونږ به د دې حالاتو ښه كولو لپاره په زړه پورې هڅې كوو او دې لپاره شپه ورځ چمتو يو۔ د اطلاعات وزير ووئيل مونږ هڅې كوو چې نن د تير وخت څخه ښه وي او راتولنكے وخت د نن څخه ښه وي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل زمونږ قائد عمران خان 22 كاله هلې ځلې هيواد كښې میرټ، انصاف او د قانون سرلوړۍ لپاره كړي او داسې څنګ?? كيدے شي چې هغه ځان سره داسې ټيم وساتي كوم چې کارکردګي نه ښائي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل تيرو ??کو??تونو د برېښنا ټیرف كوم میکنزم نه ؤ جوړ كړے ٬ په ګرانه بيعه به ئې برېښنا اخستله او په آرزانه بيعه ئې خرڅوله چې ورسره ګرځنده قرض زياتيدو۔ ده ووئيل كه هغوي په دې اړه سوچ كړے وو نو نو نن به داسې صورتحال نه ؤ۔ ده ووئيل مونږ به د غنمو او د چینو مافیاز په يو عزم مقابله كوو