اسلام آباد ۔ 09 اګست (اے پی پی) د ګران وطن 73 مه د آزادۍ ورځ 14 اګست به ګرد هېود كښ?? روايتي او ملي جوش اوجذبې سره لمانځلې شي۔ د ورځې پېل به د هېواد او ??ام سلامتيا ٬ پرمختګ او سوكالۍ له خاص دعاګانو سره كولې شي۔ د قائد اعظم او علامه محمد اقبال په مزار به د ګارډ بدلولو پروقاره دستوره كولې شي۔ وفاقی پلازمينه اسلام آباد كښ?? به د 31 او صوبائي سرښارونو كښ?? به د 21 ٬ 21 توپو سلامي وړاندې كولې شي۔ صدر او وزیر اعظم به د قوم په نامه خاص پېغامونه جاري كوي۔ په دې مهال به كشميري اولس سره د يو والي څرګندونه كولې شي او د هندي لاك ډاؤن او ظلم او زياتي غندنه به كولې شي۔ هر كال د هېواد په لويو وړو ښارونو او كليو كښ?? دا ورځ شايان شان طريقې سره لمانځلې شي۔ د هېواد 73 مه د آزادۍ ورځ د دې عزم پخلي سره لمانځلې شي چې د پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ منزل ته رسولو له به هېڅ كمې كولې نه شي۔ ددې ورځې حوالې سره ګرد هېواد كښ?? د اګست 8 مې نېټې څخه تر 14 مې نېټې د آزادۍ ورځې دستورو كولو اعلان شوے دے چې ورسره بېلې دستورې پېل شوي دي۔ قومی ائیر لائن پی آئی اے په دې مهال مسافرو ته كرايه كښ?? د 14 فيصد رعايت وركولو اعلان كړے دے۔ د دستورو اونۍ په مهال به د هېواد ټولو وړو لويو ښارونو او كليو كښ?? سيمينارونه او كنفرنسونه كولې شي دغسې د تحريك آزادۍ په حالاتو او پېښو د ليكلې شويو كتابونو ٬ د قومي ات??انو د پوسټرو ٬ بېنرو او فن پارو نندارتون سره سره مشاعرې به هم كولې شي كومو كښ?? به چې د محمد علي جناح په مشرۍ كښ?? د آزادۍ تحريك بېل اړخونه په ډاګه كولې شي۔ ټول هېواد كښ?? به سهار دوه دقيقې كم 9 بجو نه تر 9 بجو خاموشي اختيارولې شي۔ دې نه وروستو به سائرن غږولو سره د بېرغ پورته كولو دستوره كولې شي۔ وزیراعظم عمران خان به وفاقي پلازمينه اسلام آباد كښ?? د بېرغ پورته كولو دستوره كښ?? ګډون كوي۔ دغسې بهر هېوادونو كښ?? پاكستاني سفارتخانو كښ?? به هم د بېرغ پورته كولو دستورې كولې شي۔ هېواد كښ?? او??س بېل بېل ډول سره د آزادۍ لمانځلو تياريانې پیل كړې دي۔ دا لړۍ به د آزادۍ ورځې تر سهار روانه وي۔ په سركاري او نجي ودانيو به د رڼاګانو اهتمام كولے شي۔ هر خوا ته به د قامي بېرغونو سپرلې په نظر راځي او فضا كښ?? به ملي نغمې اورېدلې شي۔ په كوڅو او تجارتي مركزونو كښ?? د قامي بېرغونو او بېجونو خاص سټالونه لګولې شوې دي او خلق خپل كورونه ٬دكانونه او ماركيټونه ښكلې كوي