اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) د ??واصلات وفاقي و??ير مراد سعيد وئيلي دي د چكدره چترال موټروے د سي پېك برخه ګرځولو لپاره د چين د ځواب په طمعه يو ، د دې لوئې لارې د ??راختيا كار به راتلونكې كال پېل شي، احسن اقبال ما ته د 50 اربه روپو د ??رجانه نوټس رالېږلے، د ??غهه خيال ؤ چې زه به وتښتم خو هغه هلته په خپله وړاندے نه شو. د ګل په ورځ د ??ومي اسمبلۍ غونډه كښې د احسن اقبال لخوا د ??ورته كړو نكاتو ځواب كښې وفاقي و??ير مراد سعيد ووئيل يو پخواني و??ير ووئيل چكدره چترال سړك د سي پېك برخه ؤ، دا سړك او پروژه كله هم د سي پېك برخه نه وه، تېر كال زمونږ حكومت دا پروژه په سي پېك كښې د شاملولو تجويز لېږلے ، مونږ د چين د ځواب انتظار كوو. وئيلې كېږي چې د دې پروژې فنډ د دې ځائ نه د سوات موټروے په پروژه اچولے شوے. ده ووئيل په كال 2021م كښ?? به د چكدره چترال سړك كار پېل شي. هغو سيمو ته پام كوو كومې چې تل محرومه پاتې شوي۔ده ووئېل ټول ريكارډ مې راوړے، كه كومه پوښتنه وي نو ځواب به وركړم. د ??وز دير ، دير، چكدره او چترال پروژې په سي پېك كښې په اچولے كېدو اولس ته مباركي ??ايم. ده ووئيل ما پنځه پوښتنې كړې وې ځواب د ??وې هم نه دې راغلے. د دير چكدره چترال موټروے په جے سي سي كښې زما په لاسليك تللې، د دوي په دور كښې څنګه منظوره شوې وه. ده ووئيل احسن اقبال د 50 اربه روپو د ??رجانې نوټس رالېږلے ؤ، د ??غه خيال و چې زه به وتښتم خو هغه په خپله وتښتېدو او عدالت په عدم پېروي كولو دعويٰ خارج كړه. خو زه ئې پرېږدم نه. زه بيا د 50 اربه خبره هم كوم او بيا پوښتنه هم كوم. ده سپيكر ته ووئيل هغه دې د ??رض كميشن راپور راوغواړي. چې د جاوېد صادق نوم د دوي د ??رنټ مېن په توګه رامخې ته نه شي نو بيا ووائي. ده ووئيل احسن اقبال وئيلي دي د چترال چكدره سړك پروژه په كال 17-2016م په پي اېس ډي پي كښې شامله وه، دا پروژه لا اوس هم په پي اېس ډي پي كښې نشته، زما په لاسليك دا پروژه په سي پېك كښې د شاملولو تجويز لېږلے شوے. ده ووئيل كوم څيز چې هم په پاكستان كښې جوړ شي، دوي وائي نواز شريف جوړ كړے، وائي چې د ??اكستان جوړېدو خوب هم نواز شريف ليدلے ؤ