اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرې كښې د ن??لج اكانومي ودې، په سېرت النبي﴿ص﴾ د تحقيقي سنټر ??وړ??لو او د لوړو زده كړو د بېلا بېلو تجويز شويو پروژو د پرمختګ په اړه د جاج اخستنې غونډه وشوه. په غونډه كښې د تعليم وزير شفقت محمود، ډاكټر عطاالرحمان ﴿د وېډيو لنك د لارې﴾، پروفېسر شعېب خان او راشد خان ګډون وكړو. د وزيراعظم دفتر د مېډيا څانګې له مخې په غونډه كښې په هري پور هزاره كښې د پاك آسټرين فاخوشولے ??وړ??لو، د سيرت الني سنټر ، انډسټري، په پوهنتونون?? كښې غوره كوآرډينېشن لپاره د ريسرچ سنټر ??وړ??لو، د تعليم ودې لپاره د انټرنېټ اسانه رسنې او د انفارمېشن ټېكنالوجې په اړه د معاملو تفصيلي جاج واخستل شو. وزيراعظم هدايت وكړو چې سيرت النبي سنټر دې زر ترسره كولو سره فعاله كړے شي چې دغسې د سيرت النبي ﴿ص﴾ په اړه تحقيقي چارې پېل كړې شي. د لوړو زده كړو او په خاص توګه د ن??لج اكانومي، مصنوعي ذهانت، انډسټري او په پوهنتونون?? كښې د غوره كوآرډينېشن په اړه د ريسرچ سنټر ??وړ??لو په اړه په پروژو خبرې كولو سره وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د جديد تعليم وده د حكومت وړومبې ترجيح ده، د انفارمېشن ټېكنالوجې په څانګه كښې د پاكستان ځوانان بې شمېره صلاحيتونه لري، ضرورت د دې خبرې دې چې د دې صلاحيت ودې لپاره موافق ماحول وركړے شي. وزيراعظم ووئيل چې د انټرنېټ اسانې او په ټول هېواد كښې رسنه او په خاص توګه زده كوونكو ته وركړه باوري كولو او په دې لړ كښې ستونزې په ترجيحي بنيادونو حل كولو لپاره دې لائحه عمل تشكيل كړے شي.