اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) نېشنل هائي وېز اېنډ موټروے پوليس په موټروے د كورونا وائرس نه د بچ كېدو كمپائن پ??ل كړے. د موټروے پوليس وياند لخوا د نهې په ورځ جاري شوې اعلاميې له مخې د ډي آئي جي موټروے نارته زون اشفاق احمد په ??دا??ت د موټروے پوليس په ﴿سېكټر اېم ټو نارته﴾ كښې د اسلام آباد په مركزي ټول پلازمه د كورونا وائرس نه د بچ كېدو او د روډ سېفټي خبرتيا كمپائن پ??ل كړے. د دې خاص كمپائن په مهال موټروے استعمالوونكو او په خاص توګه د سورليو په ګاډي كښې د كورونا وائرس نه د بچ كېدو د طريقو په اړه خبرتيا وركولې شي. د كمپائن په مها?? ډرائيوران او سورلۍ بريف كولے شي چې په ورځ كښې څو ځله د لاسونو وينځلو، ماسك، دستانې، سېني ټائزر استعمالولو او سماجي فاصلې ساتلو سره د كورونا پشان وبا نه بچ كېدے شوو.