اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قريشي سره د تحريك انصاف لارښود شوكت بسرا د جمعې په ورځ په خارجه وزارت كښې ملاقات كړے. د ملاقات په مهال د اوسني وبائي صورتحال پش??ول د شريكې خوښې په چارو خبرې شوي ۔ شوكت بسرا د كور??نا وبا په مهال په سخت وخت كښې په بهرنيو هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو خدمت په اړه د سفارتخانو په غوره كاركردګي خارجه وزير له مباركي وركړه او وطن ته د ستنېدو په انتظار د بهر مېشته پاكستانيانو زر راستنولو لپاره ئې د خارجه وزير هڅې وستائيلې. خارجه وزير ووئيل سره د محدودو معاشي وسيلو د كور??نا وبا مخ نيوي او په دې نړيوال چېلنج قابو موندلو لپاره حك??مت هر ډول ممكنه اقدامات كوي۔ مونږ له به دا خبره ياد ساتل وي چې كور??نا يوه نړيواله وبا ده كومه چې په ټوله نړۍ كښې خپره شوې. شاه محمود قريشي ووئيل په پاكستان كښې د كور??نا وائرس د ځپليو شمېره مخ په زياتېدو ده.