اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) ??در ډاكټر عارف علوي د الوتكې پېښه كښې د حق رسېدليو كورنيو له ??ر تر زره د معاوضې وركولو امر كړے دے۔ د جمعې په ورځ د ايوان ??در لخوا د جاري شوي بيان له مخې ??در ډاكټر عارف علوي سره د پي آئي اے چيف ايګزيکټو آفسر ايئر مارشل ارشد محمود ملك ليدلي او په دې موقع ئې ??در ته د كراچۍ الوتكې پېښې نه پس د ريلف په اقداماتو او د ځپليو د مرستې كولو سره پلټنو كښې د پېشرفت په اړه بريفنګ وركړو۔ ده ??در ته ووئيل تر اوسه 44 مړي خپلو وارثانو ته سپارلې شوي۔ صدر په دې موقع ووئيل دا يوه لويه ??ېښه ده چې ټول قام پرې غمژن دے۔ ??در ووئيل د الوتكې په پېښه كښې د حق رسېدليو كورنيو سره په غم كښې برابر شريك يو۔ ده ووئيل پېښه كښې د حق رسېدليو كورنيو سره به د غمرازۍ څرګندونې لپاره رابطه كوم۔ صدر په دې موقع د پي آئي اے لخوا د الوتكې د پېښې نه پس د ريليف د اقداماتو او هلو ځلو ستائنه هم وكړه۔