اسل??م آباد ۔ 27 مئی (اے پی پی) هېواد كښې د تېرو 24 س??عت??نو په مهال د كورونا وائرس 1446 نوي كېسونه رامخې ته شوي او نور 28 كسان مړه شوي دي۔ د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر (اېن سی او سی) لخوا د جاري شوي تازه اپ ډېټ له مخې ګرد هېواد كښې د كورونا اېكټو كېسونو شمېره 38 زره 784 او د مصدقه 59 زره 151 ته رسېدلې ده۔ د تېرو 24 س??عت??نو په مهال د نورو 28 كسانو مړه كېدو سره د مړو شويو كسانو مجموعي شمېره 1225 شوې ده۔ د اېن سي او سي له مخې پنجاب كښې د كورونا وائرس 21 زره 118 ٬ سندھ كښې 23 زره 507 ٬ خېبرپختونخوا كښې 8 زره 259 ٬ اسل??م آباد كښې 1879 ٬ بلوچستان كښې 3536، ګلګت بل??ست??ن كښې 638 او آزاد كشمير كښې 214 كېسونه راپور شوي دي۔ ګرد هېواد كښې تر دې دمه 19 زره 142 كسان صحتياب شوي دي۔ د كورونا دلاسه د مرګ خولې ته د تلې كسانو مجموعي شمېره 1225 ده كومو ك??ې چې د سندھ 374، پنجاب 362، کے پی کے 416، ګلګت بل??ست??ن 9 ، آزاد کشمیر 4، اسل??م آباد 18 او د بلوچستان 42 كسان شامل دي۔ تردې دمه د 4 لکه 99 زره 399 وګړو كورونا ټېسټونه شوي دي۔ د تېرو 24 س??عت??نو په مهال د 8 زره 491 وګړو ټېسټونه وكړې شول۔ د هېواد 726 روغتونونو كښې 4542 ر??ځو??ان درملنو ته بستر دي كومو ك??ې چې د 457 حالت اندېښمن ښودلے شي