اسلام آباد 01 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر ا??د قېصر د كرونا وائرس په اړه د پارلماني كمېټۍ غونډه د اپرېل په شپږمه نيټه رابللې ده ۔ ا??د قېصر به د 25 كسيزه پارلماني كمېټۍ د غونډې مشري ك??ي۔ د قامي اسمبلۍ سېكټرېټ له مخې د وزيراعظم قامي خزانې لپاره سلاحكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ او د تجارت سلاحكار عبدالرازق داٶد به د معيشت بحالۍ په اړه غونډې ته بريفنګ ورك??ي۔ قامي صحت لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا او د اېن ډي اېم اے چيئرمېن جنرال محمد افضل به كمېټۍ ته به د کرونا وائرس وبا په موجوده صورتحال او د ريليف په اقداماتو بريفنګ ورك??ي۔ په غونډه كښې به د كمېټۍ غړي د وېډيو كفنرنس د لارې ګډون ك??ي۔ د يادونې وړ ده پارلماني كمېټي د كرونا وائرس پحقله د معاملو جاج او نګرانۍ لپاره جوړه كړې شوې چې پكښې د??لس د قامي اسمبلۍ او ديارلس د سېنېټ غړي شامل دي۔