اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د پاكستان پ??مخ??ګ د كراچۍ پ??مخ??ګ سره تړلې دے٬كراچۍ د هېواد په معيشت كښې د انجن آف ګروت كردار ترسره كوي٬وفاقي حكومت به د كراچۍ تعمير ٬ پ??مخ??ګ او ښېګړی لپاره خپل كردار ترسره كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په كراچۍ كښې د بشپړو شوو او نوو پروژو په ح??له د جاج اخستو غونډې ته وېنا كښې وكړه۔په غونډه كښې د من??وب?? بندۍ وفاقي وزير اسد عمر٬د بحري چارو وفاقي وزير سيد علي حېدر زيدي٬د سندھ ګورنر عمران اسماعيل٬اړوند وفاقي او صوبائي سېكترانو او نورو افسرانو ګډون وكړو۔وزيراعظم ته د سندھ لپاره د وفاقي حكومت د اړخه اعلان شوي 162 اربه روپو پ??مخ??يائي پیكج په ح??له تراوسه پھ پېشرفت بريفنګ وركړی شو۔په غونډه كښې تراوسه بشپړو شوو او تر جون 2020 بشپړېدونكو پروژو په اړه بريفنګ وركړی شو۔غونډې ته ووئيل شول سخي حسن فلائي٬فائيو سټار او كے ډي اے فلائي اوورز٬ 6.4 كلوميټره اوږد نشتر سړك دغسې منګهو پير سړك د يوې برخې پرانسته تېره اونۍ شوې ده۔غونډې ته ووئيل شول ګرين لائن بس رپيډ ټرانزټ سسټم انفراسټركچر به تر مارچ 2021 بشپړ كړی شي۔د بنارس نه تر جام چكر?? 66 ??نچ واټر سپلائي لائن 95 فيصده كار بشپړ شوې۔د كراچۍ ميونسپل كارپورېشن فائر فائټنګ سسټم اپ ګرېډېشن په ح??له ووئيل شول تراوسه په پروژه يو ارب څخه زياتې روبې خرڅ كړی شوې۔د دې منصوبې ترمخه 50 فائير ټېنډرې به سسټم كښې شاملولې شي۔په غونډه كښې د جناح ايونيو فلائي اوور جوړولو٬ګرين لائن فعاليت په ح??له پېشرفت٬د سندھ په نورو سيمو كښې د وزيراعظم پیكج په اړه پ??مخ??يائي پروژو او پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ ترمخه د بېلو پروژو په ح??له هم بريفنګ وركړې شو۔په غونډه كښې پريكړه وشوه چې د سندھ انفراسټركچر ډوېلپمنټ كمپنۍ تنظيم نو او د كار استعداد به زياتولې شي دغسې چې په پ??مخ??يائي پروژو په وخت عملدرآمد باوري شي۔وزيراعظم عمران خان ووئيل په كراچۍ كښې د اوبو پاكولو او په خاص توګه سيورېج او د اوبو خينوالي مسئلې ته پام لرنې ته اړتيا ده