ډېووس 22 جنوري (اے پي پي) وزیراعظم ??مران خان وئيلي دي پاکستان يوازې د امن شراكت دار دے ٬ مونږ به كله هم د بل چا په جنګ كښې لرخه وانخلو ٬ د امن او استحكام نه غېر د پاكستان معيشت پرمختګ نه شي كولې ٬ پاکستان د امریکې او ايران ترمېنځه د تاٶ تريخوالي خاتمې لپاره ذمه وار او افغانستان كښې امن له مهم كردار لوبوي۔ د شورو په ورځ ډېووس كښې نړيوال اقتصادي فورم ته خپلې وېنا كښې وزیراعظم ??مران خان د هېواد د اقتصادي وضعې ذكر ك??لو سره ووئيل مونږ ته په ورثه كښې بدترين معيشت پاتې ؤ ٬معاشي استحكام لپاره حكومت له سختې پرېكړې كول وٶ چې په نتيجه كښې ئې د غېر ملكي زرمبادله پانګې زياتې شوې٬ د روپۍ قدر مستحكم شوې٬ سټاك ماركيټ پرمختګ كړے۔ وزی??اع??م ووئيل د نړيوال بانك د اندازې له مخئ د يو كال په موده كښې كاروبار كښې د اسانيو په اړه 28 فيصده بهتري راغلې۔ ده ووئيل ٬ د پاكستان په 21 كروړه آبادۍ كښې 60 فيصده ځوانان لري څوك چې معاشي پرمختګ لپاره د مهم كردار لوب??لو بشپړ صلاحيت لري۔ وزی??اع??م ووئيل ځوانانو ته خپل روزګار او كاروبار پېل ك??لو له مرستې لپاره سكل ډویلپمنټ پروګرام پېل كړې شوې او د ځوانانو خپ?? كاروبار پېل ك??لو لپاره مو ډاډګيرنه كړې٬ هيله لرو چې ځوانان به د هېواد د ميعشت پرمختګ لپاره د بشپړه صلاحيتونو سره كار وكري۔ عمران خان ووئيل پاكستان د قدرتي سائلو نه ډك هېواد دې چې پكښې سره زر ٬ پيتل او د سكرو پشمول قمتي معدنيات موجود دي او مونږ د دې پكار راوستلو پلو پام لرنه كوٶ او دې وسائلو سره نه يوازې مونږ هېواد ته وده وركولې شو بلكې قرض هم بېرته وركولې شو۔ ده ووئيل د پاكستان خاوره ډېر خېرازه ده ٬ د هېواد پېداوار زيات??لو لپاره د سي پېك له مخئ مونږ چين څخه د ز??اع?? په اړه مرسته ترلاسه كولې شو ۔ وزی??اع??م ووئيل پاكستان زيات مهم جغرافيائي او ستراتېژك محل وقوع لري٬ په افغانستان كښې امن سره به پاكستان د مېنځنۍ آسيائي هېوادونو د توان بشپړه وسائلو څخه استفاده وكړې شي او د ختيز او لوېديز ترمېنځه د پل كردار به لوبولې شي ۔ ګاٶنډي هېواد سره د اړيكو ذكر ك??لو كښې وزی??اع??م ووئيل هند سره اړيكې د معمول له مخئ ك??لو سره پرمختګ او سوكالي راتلې شي ۔ ده ووئيل حكومت له د ټ??لو نه لوے چېلنج په ګورننس كښې بهترۍ لپاره په رياستي ادارو كښې اصلاحات كول دي او په دې لړ كښې كار روان دے۔