اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي) پاکستان مينځني ختيز كښې په اوسني پېشرفت د ژورې اندېښنې څرګندونه كولو س??ه وئيلي دي چې اوسني اقدام د منطقې امن او استحكام خطرو س??ه مخ كړې دے۔ د جمعې په ورځ د خارجه دفتر وياندې لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلي شوې دي چې پاكستان د مېنځني ختيز په اوسني پېشرفت د ژور تشويش څرګندونه كړې ده چې ورسره د منطقې امن او استحكام خطرو س??ه مخ شوې دې۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل خپلواكي او سيمه ايز استحكام د ملګرو ملتونو د چارټر بنيادي اصول دي٬ بايد د ھغې خ??ال وساتلې شي۔ وياندې ووئيل د يو اړخيزه كارروائۍ او د طاقت د استعمال نه هم ډډه كول ضروري دي٬ پاکستان د مېنځني ختيز په ټولو ډلو زور رواړي چې ??غوي دې د صبر او زغم نه كار واخلي٬ اړې ګړې كمولو لپاره دې تعميري هلې ځلې وكړې شي او معامله دې د ملګرو ملتونو د چارټر او د نړيوال قانون له مخې سفارتي ذريعو س??ه حل كړې