اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې نړيواله ميډيا په كشمير كښې د بشري حقونو سنګين بحران څخه س??رګې پټوي٬ كشمير كښې انساني الميه پېدا كېږي٬ په تېرو 3 لسيزو كښې د خپلواكۍ حق لپاره په هلو ځلو كښې يو لك كشم??ري??ن شهيدان شوي دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د جمعې په ورځ خپل يويټ كښې كړې۔ وزيراعظم ووئيل حېران يم چې نړيوال ??يډيا په هانګ كانګ كښې د كېدونكو مظاهرو په اړه خو هېډ لائن جوړوي ولې كشمير كښې د بشري حقونو نه س??رګې پټوي۔ ده ووئيل كشمير په نړيواله كچه منلې شوې متنازعه سيمه ده٬ هند 9 لكه پوځي عكسرو په مرسته 80 لكه كشم??ري??ن محصور كولو سره د غېر قانوني قبضې كولو هڅه كړې ده۔ ده ووئيل د دوه مياشتو نه زياته موده ميډيا په بشپړه توګه بنده ده٬ ماشومان٬ سياسي مشرانو پشمول د زرګونو په شمير كشم??ري??ن په زندان كښې اچولې دي٬ کشمير كښې انساني الميه پېدا كېږي۔ ده ووئيل د تېرو دريو لسيزو په مهال ??شميري اولس د خپلواكۍ حق د كومې چې د سلامتي كونسل په قراردادونو كښې لوظ شوې ٶ٬ ترلاسه كول?? لپاره هلې ځلې كوي او تر اوسه په دې هلو ځلو كښې يو لك كشم??ري??ن شهيدان شوې دي