اسلام آباد ۔ 23 اګست (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي هند مقبوضه كش??ير كښې په يو اړخيزه توګه د آبادۍ تناسب بدلول غواړي۔ صورتحال دومره د اندېښنې وړ دے چې جینو سائیډ واچ ”جینو سائیډ الرټ” جاری كړې دې۔ جاپان دې تش لاسې كشميرې اولس د هندي زور او زياتي څخ?? بچ كولو او منطقه كښې امن او استحكام لپاره خپل كردار ترسره كړي۔ د خارجه دفتر وياند ترمخه خارجه وزير د ج??عې په ورځ خپل د جاپان همڅنګ تارو كونو سره تېلېفوني تماس ونيولو۔ دواړو خارجه وزيرانو د تېلېفوني تماس په مهال مقبوضه جموں و کشمیر كښې د بشري حقونو سختو خلاف ورزيو او منطقه كښی د امن او امان په ناوړه وضعه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي خپل د جاپان همڅنګ مقبوضه كش??ير كښې د هند لخوا د يو اړخيزه ګامونو او د دغې په نتيجه كښې منطقه كښې امن ته د پېښو خطرو څخ?? خبر كړو۔ ده ووئيل هند مقبوضه كش??ير كښې په يو اړخيزه توګه د آبادۍ تناسب بدلول غواړي۔ په مقبوضه جموں او كش??ير كښې د روانې مياشتې 5 مې نېټې څخ?? پرله پسې كرفيو ده چې په سبب ئې كشميرې اولس د خوراك او داروګانو كمي سره مخ دے۔ ده ووئيل د مقبوضه كش??ير اولس د كرفيو په مهال د ج??عې لمونځ ادا كولو له كورونو څخ?? د بهر راوتلو اعلان كړې۔ مونږ سره په داسې صورتحال كښې د زياتو ستونزو رامخې ته كېدو اندېښنه ده۔ ده ووئيل جاپان دې د مقبوضه جموں و کشمیر تش لاسې مسلمانان د هندي زور او زياتي څخ?? بچ كولو او د منطقې امن او استحكام له خپل كردار ترسره كړي۔ د جاپان خارجه وزير ??وئيل په ټول صورتحال زمونږ نظر دے او جاپان د بشري حقونو په خيال ساتلو او د قانون په سرلوړۍ باور لري