اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د هند دفاع وزير په بيان خارجه وزير شاه محمود قريشي غبرګون ښودلو سره وئيلي ??ي چې د هند د دفاع وزير بيان د هند د بدتره صورتحال عكاسي كوي٬ هند يو اړخيزه اقداماتو سره د منطقې امن خطر سره مخ كول غواړي۔ د ا??وار په ورځ په خپل يو بيان كښې خارجه وزير ووئيل چې د مقبوضه جمو او كشمير د او??س بلا جواز محاصره د غندنې وړ ده۔ د محاصرې نور اوږدوالې به لويه انساني الميه شي۔ ده ووئيل چې د ملګرو ملتونو امنيتي كونسل دې د دې غېر مستحكم صورتحال نوټس واخلي۔ ده ووئيل چې پاكستان د نړيوالو قوانيو او د ملګرو ملتونو د چارټر له مخې په خپل دريځ ??لاړ دے۔ خارجه وزير ووئيل چې پاكستان د سېكورټي كونسل د قراردادونو په رڼا كښې د مسئلې حل غواړي۔