اسلام آباد 06 فروری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي پاكستان سيمه كښې امن او څوكالي غواړي٬هند د مقبوضه كشمير د تازه صورتحال منظركشي كوي٬د برتانيې دورې كولو مقصد د نړيوالې ورورولۍ په وړاندې د كشميريانو غږ پورته كول دي٬آسيه بي بي آزاده ده٬كه هغه هېواد پرېښودل غواړي نو پرېښودلې شي٬كه پاكستان كښې پاتې كېدل غواړي نو حكومت به هغې له تحفظ وركوي٬پاكستان د ا??غا??ست??ن پھ مسئله د ا??ن ناكه حل له سهولت كاري به روانه ساتي٬د پاكستان او امريكې اړيكې مخ په ښه كېدو دي٬پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد لويې كاميابۍ ترلاسه كړي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ په لندن كښې بي بي سي سره په خپله مركه كښې وكړې ۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كمشنر او آل ??ار??يز ??ار??يمنټيرين ډلې راپور په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ رامخې ته كړي٬مونږ په آزاد جمو كشمير كښې ټولو له رسنه وركړی٬مونږ په آزاد كشمير كښې ټولو ته هركلے وائيو چې راشۍ او هلته پخپله او د صورتحال جاج واخلۍ ځكه چې مونږ سره پټولو ل??ار?? څه نشته۔ده ووئيل هند چې په كشمير كښې كوم ظلم كوي د هغې پټولو ل??ار?? نړيوالو ادارو ته هلته د رسنې اجازه نه وركوي۔د ا??غا??ست??ن په اړه ده ووئيل پاكستان تل راهسې دا وائي چې د ا??غان مسئلې كوم پوځي حل نشته٬د ا??غان مسئلې يوازنې حل د خبرو اترو د لارې سياسي مفاهمت دے۔ده ووئيل كله چې د ا??ريكې قيادت سياسي مفاهمت له خوښي څرګنده كړه نو پاكستان هغوي له سهولت كاري وركړه۔ده ووئيل د پاكستان او امريكې اړيكې ښه كېږي۔امريكې د پاكستان په قيادت د باور څرګ??دو??ه كړی دغسې پاكستان د ترهه كرۍ په ضد لويې كاميابۍ ترلاسه كړي٬ ده ووئېل مونږ د خپل هېواد څخه د ترهه ګرۍ لعنت ختمولو كښې بريالي شوي يوو۔خارجه وزير ووئيل افغا??ست??ن له به اوس هم ډېر څه كول وي٬د ترهه ګرو كوم پټن ځايونه چې پاتې دي نو هغه د پولې پورې غاړه په افغا??ست??ن كښې دي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل وزي??اع??م عمران خان د پاكستان ګټې له د ا??ريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ پشمول ټولو سره ملاقات له چمتو دے۔