نيويارك 24 ستمبر (اے پي پي) خا??جه وزير شاه محمود قريشي به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې د 73مې غونډې په موقع ګڼ شمېر غونډو ته وېنا او نړيوالو مشرانو سره ملاقاتونه كوي٬ هغه به په دې موقع په نړيوالو او سيمه ايزو چارو د پاكستان دريځ واضحه كوي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازې ډاكټر مليحه لودهي اے پي پي ته ووئيل چې د خا??جه وزير په مصروفياتو كښې په يو شمېر مهمو غونډو ك??ې ګډون كول او د نړۍ ګڼ شمېر خا??جه وزيرانو سره ملاقاتونه شامل دي۔ هغه به د ستمبر په 29مه نېټه عمومي اسمبلۍ ته وېنا كوي چې پكښې به هغه د مقبوضه كشمير صورتحال پشمول په مهو نړيوالو او سيمه ايزو چارو د پاكستان د نوي ??اك?? شوي حكومت ترجيحات او پاليسي واضحه كوي۔ خا??جه وزير به د ستمبر په 28مه نېټه د كشمير په اړه د او آئي سي د رابطھ ډلې غونډې ته وېنا كوي٬ هغه به په دې ورځ د ايشيا سوسائټې ترسيوري لاندې د تعليم او خا??جه پالېسې په اړه امريكائي پوهانو او زده كوونكو ته وېنا كوي۔ خا??جه وزير به نړيوالې مېډيا سره مركې هم كوي۔ د يادونې وړ ده چې د ټولې نړۍ څخه به 128 مشرانو عمومي اسمبلۍ ته وېنا كوي۔ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې په مهال په نيويارك كښې د نړيوالې ادارې په مركزي دفتر كښې د امنيت سخت انتظامات شوي دي۔