اسلام آباد 02 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم ??مران خان وئيلي دي چې كفايت شعاري٬ د بدعنوانې خاتمه او د مېرټ بالادستي زمونږ د حك??مت وړومبې ترجيح ده٬ د ګورننس بدلولو پوخ عزم لرو۔ د اتوار په ورځ په خپل ټويټ پېغام كښې وزيراعظم ووئيل چې تېره ورځ د پنجاب وزيراعلٰيِ٬ كابينې او سنيئر بيوروكريسي سره تعميري خبرې شوې دي۔ د سلو ورځو د پروګرام اهداف ترلاسه كولو ته به ترجيح وركولې شي۔ وزيراعظم ??مران خان سره د خېبر پښتونخوا پخواني آئي جي ن??صر دراني هم ملاقات كړے۔ ن??صر دراني د خېبر پښتونخوا په پوليسو كښې اصلاحات كړي وو۔ ن??صر دراني په پنجاب پوليسو كښې د اصلاحاتو د ټاسك فورس مشري كوي۔ وزيراعظم ن??صر دراني وئيلي دي چې بايد پنجاب پوليس غېر سياسي كول وړومبې ترجيح وي۔