اسلام آباد 26 اګست ﴿اے پي پي﴾ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره د خېبر پښتونخوا ??زيراعلٰي ملاقات وكړو او د سپيكر چوكې په سنبالولو ئې مباركي وركړه۔ په دې موقع د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ووئيل چې هېواد د كمزور معيشت پش??ول بې شمېره ستونزو سره مخ دے٬ قومي اسمبلي به ??ول?? صوبائي اسمبلو سره په ګډه د مهمې قانون سازې په اړه مشاورتي عمل ته اهميت وركوي۔ د خېبر پښتونخوا ??زيراعلٰي ووئيل چې د وزيراعظم عمران د كفايت شعارې په پلان عمل كولو سره مونږ د هېواد معيشت د بحران نه ويستلې شو۔ ده ووئيل چې د پاكستان او چين اقتصادي لار د پاكستان ??ول?? صوبو لپاره يو ډول اهميت لري٬ دې پروژې سره به په ټول هېواد كښې پرمختګ او خوشحالي راشي۔