اسلام آباد 25 اګست (اے پي پي﴾ نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتهارټۍ ﴿اېن ډي اېم اے﴾ وئيلي دي چې د جون د 20مې نېټې نه د اګست تر 24مه نېټه د سختو بار??نو??و په نتيجه كښې په هېواد كښې 84 كسان مړه او 155 ژوبل شوي٬ په بار??نو??و كښې 316 كورونو ته زيان رسېدلې۔ د خالي په ورځ د اېن ډي اېم اے لخوا جاري شوي بيان ل?? مخې د تېرو دوه مياشتو په مهال په هېواد د بار??نو??و په نتيجه كښې لوي زيان شوے۔ په راپور كښې وئيلي شوي دي چې په پنجاب كښې په باران او طوفان كښې 31 كسان مړه او 47 ژوبل شوي دي۔ په خېبر پښتونخوا كښې د بار??نو??و او سېلاب په نتيجه كښې په مجموعي توګه 21 كسان مړه او 39 ژوبل شوي دي او 173 كورونو ته زيان رسېدلې۔ په بلوچستان كښې 2 كسان مړه شوي او په جم?? او كشمير كښې 21 كسان مړه او د 20 نه زيات ژوبل شوي دي او 60 كورونو ته زيان رسېدلې۔ په باران او سېلاب كښې په ګلګت بلتستان كښې 2 كسان مړه او يو ژوبل شوے او 13 كورونو ته سخت زيان رسېدلې۔