اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) پاکستان كښې د اسټراليا هائي كمشنر مارګرېټ اېډمسن وئيلي دي پاکستان ته په تېر وخت كښې د م??سم??اتي بدلون له امله د رامخې ته شوو آفتونو په سوب لوي زيان رسېدلې دے ۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د ډيزاسټر رسك مېنجمنټ فنډ(اېن ډي آر ??ېم اېف) دوه ورځني وركشاپ ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل د ناڅاپي آفتونو خطرو سره مخ هېوادونه د پاكستان ډيزاسټر رسك مېنجمنټ فنډ څخه لارښودنه اخستې شي۔ ده د اېن ډي آر ??ېم اېف په اجراء د پاكستان حكومت ته مباركي وركولو سره ووئيل پاكستان د م??سم??اتي بدلون اثراتو څخه سخ?? ځپلې شوو لسو هېوادونو كښې شامل دے چا چې د بېلا بېلو ناڅاپي آفتونو له امله لوي زيان زغملې او په دې لړ كښې د اېن ډي آر ??ېم اېف جوړول اهميت لري۔ ده هيله ولرله چې اېن ډي آر ??ېم اېف يو قوي او كوټلې اداره جوړه شي او د آفتونو په خطرو قابو موندلو له مرستياله وګرځي او دې سره به په سركاري او نجي كچه اقدامات مربوط شي۔ پ?? دې موقع د نېشنل ډيزاسټر رسك مېنجمنټ فنډ سي اي او لېفټېننټ جنرال (ر) نديم احمد او د نېشنل ډيزاسټر مېنجمنټ اتهارټۍ لنډمهاله چيئرمېن بریګیډیئر مختار احمد هم وېنا وكړه۔