اسلام آباد 07 جون (اے پی پی) لنډ مهاله وزيراعظم جسټس(ر)ناصرالملك په مشرۍ كښې د پې??روليم څانګې په اړه د بريفنګ غونډه د زيارت په ورځ وزيراعظم آفس كښې وشوه۔د برېښنا لنډ مهاله وزير بېرسټر سيد علي ظفر٬د وزيراعظم سېكتر سهيل عامر٬د پې??روليم سېكتر سكندر سلطان راجه او نور چارواكي هم په دې موقع موجود وو۔د پې??روليم سېكتر وزيراعظم له د پې??روليم څانګې صورتحال او په خاص توګه د ګاز او پیټروليم منصوعاتو پېداوار او طلب پھ اړه بريفنګ وركړو۔وزيراعظم ته ووئيل شو چې په هېواد كښې د توان موجوده حاجت 79.58 ملينه ټنه تېلو برابر دے كوم چې 38 فيصده ګاز٬ 34 فيصد تيل٬ 6 فيصده اېل اېن جي او نورو وسائلو څخه پوره كېږي۔د پې??روليم سېكتر په هېواد كښې د تېل او ګاز موجوده پانګو او په صوبو كښې د پېداوار او استعمال صورتحال جائزه هم وړاندې كړه۔په دې موقع ووئيل شول په هېواد كښې د ګاز صارفينو شمېره 88 لكه ده او په دې كښې د كال 5 لكه اضافه كېږي۔ځايې پېداوار كښې د كمي په تناظر كښې د اېل اېن جي ضرورت كوم چې دا وخت 1 زر اېم اېم سي اېف ډي دے۔تر 2030 به 3600 اېم اېم سي اېف ډي ته ورسي۔د پې??روليم سېكتر د ګاز خرڅولو بيعو پشمول د پې??روليم څانګې په اړه بېلې مسئلې رامخې ته كړې۔وزيراعظم سپارښتنه وكړه بايد د لنډ مهاله حكومت دائره اختيار له مخې د بېړی صورتحال مخ نيوي نه علاوه د پې??روليم په اړه د مسئلو حل له كوټلي تګلاره جوړه شي كومه چې بيا د نوې ټاكلې حكومت هم پكار راشي