اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي) د احتساب د قومي بيور﴿ نېب﴾ چيئرمېن جسټس ﴿ر﴾ جاوېد اقبال د نېب د لاهور ډپټي ډا??رې??ټر رمضان په كار كښې د نااهلې او د سركاري فرائضو څخه د غفلت كولو په نتيجه كښې معطل كړے۔ د نېب وياند لخوا په جا??ي شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې په دې لړ كښې د انكوائرې كولو حكم وركړے شوے۔ ډپټي ډا??رې??ټر نېب لاهور رمضان ته به د ده په ضد د لګول شويو تورونو په اړه د ق??نو?? له مخې د صفائې كولو موقع وركولې شي۔ له بلې خوا د سكهر د نېب ډپټي ډا??رې??ټر كاشف ممتاز ګوندل په ضد پلټنې پېل كړې شوې دي كوم چې د نېب چيئرمېن په هدايت درې مياشتو لپاره معطل كړے شوے و۔ دغسې د نېب چيئرمېن په هدايت د نېب 85 افسرا??و او اهلكارو په ضد پلټنې شوې دي چې پكښې 23 افسران او اهلكار د نوكرې څخه برخاست كولو سره لوئې سزاګانې وركړې شوې دي٬ِ دغسې 32 افسرا??و او اهلكارو ته بېلا بېل ډول سزاګانې وركړې شوې دي۔ د نېب چيئرمېن وئيلي دي چې احتساب ټولو لپاره خود احتسابي ډېره ضروري ده۔ ده ووئيل چې د احتساب قومي بيور د هېواد څخه د بدعنوانې خاتمې لپاره پوخ عزم لري۔