اسلام آباد22 مارچ (اے پی پی)د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي هېواد نن بيا د 1940 تعميري جزذبې اړتيا لرې ٬د هېواد په جوړولو كښې د قام جذبه او عزم شامل ؤ ٬په 23 مارچ د پاكستان وړومبې آئين جوړ شوې٬د 23 مارچ په اړه د تعميرې جذبې كمپائن پېل شوې٬غواړو چې ټول پاكستانيان د دې برخه وګرځي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت پ?? ورځ پلاننګ كمېشن كښې د 23 مارچ په اړه د تعمير جزبې مهم په حقله خبري كنفرنس ته په خطاب كښې وكړه۔وفاقي وزير ووئيل د 23 مارچ پ?? ورځ د پاكستان وړومبې آئين جوړ شوې٬آمرانه دور كښې بيا بيا د پاكستان آئين معطل شوې٬هېواد ته نن بيا د 1940 تعميرې جذبې اړتيا ده۔ده و??ئيل تر 2025 پاكستان د نړۍ 25 لويو معيشتونو كښې د شاملولو هدف ټاكلې شوې۔ده و??ئيل كله چې 2013 كښې مونږ حكومت سنبهال كړو نو هېواد د ترهه ګرۍ او توان بحران سره مخ ؤ۔ده و??ئيل په 2013 كښې پاكستان تر ټولو خطر ناك هېواد ګرځولې كېدو٬د لوبو مېدانونه و??جاړ شوي وو٬معيشت خراب شوې وو۔ده و??ئيل حكومت د ښه منصوبه بندۍ ترمخه په دغه ټولو بحرانونو قابو موندلې٬نن په هېواد كښې لوډشېډنګ ختم ??وې او د امن وضعه ښه شوې چې له امله يې نن په هېواد كښې سرمايه كاري كېږي۔ده و??ئيل د بده مرغه ځينې عناصر د خاص ايجنډې ترمخه هېواد ته زيان رسول غواړي خو هغوي ته وئېل غواړم چې نن د هېواد د مجموعي پېداوار حجم د 2013 په مقابل كښې يو په دوه شوې۔ده و??ئيل نن ټوله نړۍ كښې د پاكستان معيشت د آسيا يو ښه معيشت ګرځولې كېږي۔ده و??ئيل پاكستان تندۍ سره د پرمختګ پلو روان دې۔ده و??ئيل د حكومت د ښه منصوبه بندۍ سره د لوبو مېدانونه آب??د شوي۔ده و??ئيل حكومت په لږ وخت كښې د توان په بحران قابو موندلې او 10400 مېګاواټ برېښنا په قامي ګرېډ كښې شامله شوې