ګلګت۔19مارچ (اے پی پی )د ګلګت بلتستان اعلی وزير حافظ حفیظ الرحمن وئيلي دي زمونږ لارښود محمد نواز شریف خنجراب څخه تر ګوادر هره مسئله خپله مسئله ګڼلو سره د هېواد ودانۍ او پرمختګ او د اولس څوكالۍ له كوټلي ګامونه پورته كړي دي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د سېپ سکو?? استاذانو نمائنده پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ اعلی وزير ووئيل د سېپ سکو?? استاذانو مسئلو حل له 20 كالو څخه جدي هڅې نه دي شوي۔ د بده مرغه تېر 5 كاله چې ګلګت بلتستان ??ښې د كوم ګوند حكومت وو د ګلګت بلتسان څوكالۍ او ودانۍ او پرمختګ او ددې سيمې مسئلو حل ته ئې پام ګرځولې نه دې۔اعلی وزير ووئيل مونږ د مسلم لیګ (ن) مشر لارَښود محمد نواز شریف مننه كوؤ چا چې په خپل دور كښې د ګلګت بلتستان ??سئلې حل كړې او د ګلګت بلتستان ??ه تعمير او پرمختګ كښې ئې خاص خوښي ولرله۔ ده ووئيل د سېپ سكو?? استاذانو مسئلې به وار په وار حل كړې شي او دې لپاره د روانې اونۍ په مهال غونډه بللې شي۔