اسلام آباد ۔ 13 دسمبر (اے پی پی) د اطلاعات دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي لخوا د حلقه بنديو په اړه د پيپلز ګوند د 11 وړاندېزونو مسترد كېدو خبرونو ترديد كولو سره وئيلي دي حكومت د مشاورت په جمهوري اصولو باور لري او د پارلماني فريقو وړاندېزونو ته د قدر په سترګ?? ګوري۔ په حلقه بنديو قانون سازي يوه مهمه آئيني او جمهوري غوښتنه ده۔ حکومت د آئینی ، پارلیمانی او جمهوري رواياتو ترمخه په دې معامله پېشرفت كوي۔ د شورؤ په ورځ خپل يو بيان كښې دوهمې وزيرې ځينې ورځپاڼو كښې خپور شوي خبرونه بې بنسټه ګرځولو سره ووئيل د وزیراعظم شاهد خاقان عباسی په مشرۍ كښې د شريكو ګټو كونسل ??ون??ه شوې وه كومه كښې چې ټولو صوبو په حلقه بنديو او دې سره په اړوند نورو چارو بشپړ غور كولو څخه وروستو په ګډه پر??كړې كړې وې۔ دې ووئيل ټولو چارو ته بايد د شريكو ګټو كونسل پر??كړې په رڼا كښې وكتلې شي۔ دې ووئيل حكومت د مشاورت په جمهوري اصولو باور لري او د پارلمان ټولو فريقو وړاندېزونو ته د قدر په سترګ?? ګوري۔