فېصل آب??د 25 نومبر (اے پي پي) د فېصل آباد د نشاط آباد تاڼې په سيمه كښې سي ټي ډي سره د مقابلې په مهال د لغوا ډلې څلور ترهګر وژل شوي او د دوي څخه وسله او چاودېدونكي توكي ت??لا??ه شوي دي۔ د سي ټي ډي وياند له مخې سي ټي ډي ته ??ټه اطلاع وركړې شوې وه چې لغوا ډله تحريك طالبان په فېصل آباد كښې د ترهګرې پلان جوړوي او د دې ډلې ترهګر فېصل آباد ته ??نوځي۔ تېره شپه په اطلاع د سي ټي ډي اهلكارو په سرګودها سړك په موټرسائيكلو سوارو اووه كسانو ته د ودرېدو اشاره وكړه خو هغوي د ودرېدو په ځائ په اهلكارو ډزې وكړې۔ په ځوابي ډزو كښې څلور ترهګر په موقع مړه شول او د دوي درې ملګري په تېښته ??ښې بريالي شول۔ د ترهګرو څخه درې كلو چاودېدونكي توكي٬ دوه كلاشنكوف او نوره وسله هم ت??لا??ه شوې۔ په دې لړ كښې نورې پلټنې روانې دي۔