اسلام آباد 15 نومبر (اے پي پي)د شنګهائي مرستې تنظيم دوهم عمومي سېكتر ولادي مير پيوتا پنكو وئېلي دي د شنګهائي مرستې تنظيم غړي هېوادونه په افغانستان كښې امن غواړي٬په هېواد كښې اړې ګړې په سوئېلي آسيا كښې د عدم او ??ستحكام بنيادي عنصر دے۔ده دا خبره د اسلام آباد پالېسي رېسرچ انسټي ټيوټ او هينس سائيډل فاؤنډېشن د سيوري لاندې دوه ورځني نړيوال كنفرنس ته وكړه۔د كنفرنس سرخط٬سوئېلي آسيا كښې سيمه ايز قوت او ??ذويراتي خدشات”وو۔د پخوان?? سفير محمد صادق په مشرۍ كښې په افغانستان كښې په تذويراتي صورتحال او ?? هغې په سيمه ايز مضمراتو په اړه ناستې ته ولادي مير پيوتا پنكو ووئيل د اېس سي او ??ړي هېوادونه د يو امن ناكه او ??ې پرې هېواد په حېثيت افغانستان كښې خوښي لري كوم چې د خپلو ګاونډيانو سره ښې اړيكې ولري۔د اېس سي او وژن رامخې ته كولو سره هغه ووئيل د آستانه اعلاميه د افغانستان حكومت او ?? اولس د هلو ځلو مرسته كوي چې مقصد يې د انتهاخوښۍ٬ترهه ګرۍ او ??ېر قانوني نشه اي توكو قاچاق څخه پاك يو امن ناكه او مستحكم رياست دے۔ هغه ووئېل د اېس سي او ??ړي په مهمو نړيوالو سيمه ايزو پروژو كښې برخه اخلي چې پكښې افغانستان هم شامل دے۔په افغانستان كښې د آئي اېس آئي اېس موجودګي د زياتې اندېښنې سوب دے چې ورسره سيمه ايز عدم او ??ستحكام زياتېدې شي۔په افغانستان كښې د پاكستان پخوان?? سفير رستم شاه مومند٬په افغانستان كښې د هند اثر او ??سوخ په اړه د پاكستان د خدشاتو څرګندونې سره ووئيل د پاكستان لپاره روان تصا??م ګڼ اړخيزه مضمرات لري چې پكښې د ترهه ګرۍ كاروائي او ?? دوه اړخيزه تجارت حجم كمېدل شامل دي۔هغه ووئيل په كابل كښې د هند زيات شوي كردار په اړه د پاكستان خدشات فطري دي۔د كابل د تعليم وزارت مشر صلاحكار ډاكټر عطاﺀ الله واحد يار په سوئېلي آسيا كښې د نان اسټېټ ايكټر په اړه خبرو كښې ووئيل داعش٬اسلامي اسټيټ يا آئي اېس آئي اېس د يو ډول ترهه ګرۍ برخه ده۔ده ووئيل آئي اېس آئي اېس كمزوري رياستونه فتح كول او قوي رياستونه كمزورې كولو ته پام لرنه كوي۔ده وضاحت وكړو چې بايد پاكستان د هند۔افغان اړيكو په اړه هېڅ ډول ??كر ونه كړي۔ده ووئيل كابل د هر ډول اقتصادي مرستې هركلے كوي خو چرې به هم د هند سره په دې اړيكو د پاكستان د سلامتيا سودا ونه كړې شي