اسلام آباد ۔ 08 نومبر (اے پی پی) احتساب عدالت د لندن فلیټس ٬ العزیزیه سټیل ملز او فلېګ شپ انوسټمنټ رېفرنسز يو ځائې كولو په اړه د پخواني وزي??اع??م نواز شريف درخواستونه رد كړې دي ۔ د اورېدنې په مهال پخوانې وزي??اع??م محمد نواز شریف ، د هغه لور مریم صفدر او کېپټن(ر) محمد صفدر هم عدالت ته وړاندې شول۔ د شورؤ په ورځ په دواړو خواستونو محفوظ كړې پرېكړه اورولو سره د احتساب عدالت جج محمد بشير حكم وكړو چې په درېو واړو رېفرنسز كښې جلا جلا فرد جرم په ځائې ساتلې شوې۔ فاضل جج پخوانې وزي??اع??م روسټرم ته راوغوښتو او په هغه ئې فرد جرم ولګولو۔ محمد نواز شریف د جرم د صحت څخه انكار كولو سره چارج شيټ لاس لي?? كړو۔ روسټرم كښې پخواني وزي??اع??م ووئيل زما نه سياسي انتقام اخستې شي ۔ د سپېځلي ټرائيل حق له مينځه وړلې شوې۔ رېفرنسز په بدنيتۍ اډانه دي۔ 6 مياشتې وخت كم دے۔ په 6 مياشتو كښې د څلورو رېفرنسز پرېكړه كول دي نو بيا دې يوه نيمه مياشت د يو رېفرنس لپاره وټاكلې شي۔ فاضل جج ريما??كس وركولو سره ووئيل د څلورو واړو رېفرنسز پرېكړه به په 6 مياشتو كښې كولې شي۔ دغسې عدالت٬ د رېفرنس نوره اورېدنه تر 15 نومبر وځنډولې وه۔