اسلام آباد 08 نومبر ﴿اے پي پي﴾ ??زي??اعظم شاهد خاقان عباسي د هېواد د سمدري حدودو د دفاع په اړه د پاك بحريه په وظيفه اي صلاحيتونو د بشپړه باور څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې زمونږ بحريه ?? مورني وطن د سمندري مفاداتو تحفظ٬ د سمندري پولو ساتنې او ګوادر بندر او سي پېك ته امنيت وركولو لپاره په بشپړه توګه تياره ده٬ حكومت به د پاك بحريه پرمختيائي پروژو په عملي كولو كښې بشپړه مرسته كوي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د نېول هېډكوارټرز دورې په مهال وكړې۔ ??زي??اعظم ووئيل چې هغه د مېري ټ??ئم څانګې د اهميېت٬ د هغې د پراخا اقتصادي صلاحيت او د دې خبرې نه په ښه ډول خبر دے چې د پاكستان پرمختګ د مېري ټ??ئم څانګې پرمختګ سره تړون لري۔ ??زي??اعظم ووئيل چې دا خبره ډېره د اطمينان وړ ده چې زمونږ بحريه ?? مورني وطن د سمندري مفاداتو تحفظ٬ د سمندري پولو ساتنې او ګوادر بندر او سي پېك ته امنيت وركولو لپاره په بشپړه توګه تياره ده۔ ده ووئيل چې حكومت به د پاك بحريه پرمختيائي پروژو په عملي كولو كښې بشپړه مرسته كوي او دې لپاره پوخ عزم لرو چې دغسې دا خبره باوري كړې شي چې دا د راتلونكي وخت د چېلنجونو مقابلې لپاره متوازن او موثر قوت لرونكې ده۔ د دې څخه وړاندې ??زي??اعظم ته پاكستان د ورپېښو مېري ټ??ئم سېكيورټي چېلجنونو٬ د مېري ټ??ئم څانګې پرمختګ او د اضافي يارډشپ د ضرورت په اړه بريفنګ وركړے شو۔ په بريفنګ كښې كښې د اړوند وزارتونو اعلٰي چارواكو هم ګډون وكړو۔ ??زي??اعظم د كمانډ آپرېشنل سنټر دوره هم وكړه۔ هېډكوارټرز ته په راتګ د ??زي??اعظم هركلې د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي وكړو۔ د پاك بحريه چټك ډلې ده ته ګارډ اف آنر وړاندې كړو۔ په نېول هېډكوارټرز كښې خدمات ترسره كوونكي پرنسپل افسران هم ??زي??اعظم سره معرفي كړے شول۔