اسلام آباد ۔ 31 اکتوبر (اے ??ی پی) خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه وئيلي دي پاكس??ان يو ذمه وار اتومي هېواد دے – جوهري وسلې په نه خپرونې او د جوهري توان سوليز مقاصدو له په كارولو باور لري۔ د پاكس??ان اتومي پروګرام په محفوظو لاسونو كښې دے۔ د نهې په ورځ د سټرېټجك اېكسپورټ كنټرول مستحكم كولو په اړه يو و??ځني سيمينار ته خپل خطاب كښې خارجه سېكترې د جوهري وسلو عدم خپرونو او د وسلې كمولو په اړه د پاكس??ان د عزم پخلې وكړو او په ګائيډ لائنز د عمل درآمد د لارې ئې اېكسپورټ كنټرول كلچر ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړو۔ دې ووئيل اېكسپورټ كنټرول سره نه يوازې قاچاقبرو څخه كاروبار ته تحفظ ترلاسه كېږي بلكې سوليز مقاصدو له د هائي ټېك آئټمز قانوني اېكپورټ ډاډګيرنه كېږي۔ دې ووئيل پاكس??ان ټولې نړيوالې ورورولۍ او ادارو سره په ګډه د جوهري وسلو عدم خپرونې په ضد او د نيوكليئر ټېكنالوجي په اړه ټول حفاظتي انتظامات بشپړ كړي دي۔ خارجه سېكترې ووئيل د پاكس??ان اتومي پروګرام د نېشنل كمانډ اېنډ اتھارټي تر سېوري لاندې محفوظ دے او مونږ په قاچاق ٬ ترسيل او هر ډول چارو ټينګ نظر لرو۔ د پاكس??ان سټرټېجك اېكسپورټ كنټرول ډويژن خپل بشپړ كردار ترسره كوي۔