اسلام آباد 05 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې كركيله زمونږ د معيشت مهمه څانګه ده٬ حكومت د كركيلې ښه پرمختګ ته پام ګرځولے دے٬ د غذائي تحفظ او تحقيق قامي وز??رت دې غذائي تحفظ باوري كولو لپاره مناسب طريقې وض??ه كړي او په دې لړ كښې دې په پاليسي فرېم ورك كار وكړي٬ د زرعي پاليسۍ محور كوچني كروندګر پكار دي دغسې چې دوي ته زياتې آسانۍ وركړې شي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ په وزيراعظم آفس كښې د كركيلې څانګې پحقله د وركړې شوې بريفنګ په مهال وكړې۔ په دې موقع د غذائي تحفظ وفاقي وزير سکندر حیات بوسن او د وز??رت سینئر چارواكو وزيراعظم د كركيلي څانګې مجموعي صورتحال ٬ د وز??رت د كاميابو او د كركيلې څانګې ته د پېښو چېلنجونو نه خبر كړو۔ وزیراعظم ته ووئيل شول چ?? دا مهال د هېواد په جي ډي پي كښې د كركيلې څانګې برخه 19.5 فيصد ده او تقريباً 42 فيصده افرادي قوت دې څانګې سره ??ړون وكړي٬ هېواد كښې د كركيلې ټول برآمدات 57.5 فيصده برخه لري او د دې څانګې شرح نمو په مالي كال 17-2016 كښې 3.46 فيصده وه ۔ وزیراعظم وز??رت ته هدايت وكړو چې صوبو ته د وركړې شوي اختياراتو نه وړاندې د ماحول په مقابله كښې د كركيلې څانګه كښې د موجوده كمې سرمايه كارۍ معامله دې د شريك?? ګټې كونسل ته وړاندې كړې شي دغسې چې د صوبائي حكومتونو او د وفاقي حكومت لخوا دې څانګه له پراخه وسائل بېل كړې شي ۔ وزيراعظم ووئيل چ?? د ځائي طلب له مخې او د ماحولياتي بدلون پشمول د پېښو چېلنجونو مخنيوي لپاره په پېداوار كښې اضافه او د متنوع فصلونو كرلو تجويزونه د ياد شوي فرېم ورك برخه پكار ده او دې سره ??ره ??ې د ښه نړيوالو تجربو په رڼا كښې د وز??رت بېلا بيلو تحقيقي او پرمختيائي چارو ته وده وركړې شي ۔ ده ووئيل رياست لپاره يوه ښه پاليسي فرېم ورك خپلولو سره ?? كروندګرو د هڅو مناسب صله باوري كول پكار ده