اسلام آباد ۔ 15 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د بشري وسائلو پرمختګ له د آئزن ھاور فیلو شپ پروګرام خذمات ډېر مهم دي۔ دې ادارې څخه تر??يه شوي پوهان انسانيت لپاره د قد?? وړ خذمات تر??ره كوي۔ ده دا خبره د آئزن ھاور فېلو شپ صدر جارج ډی لاما سره خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ اولس مشر سره ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ په دې مهال د انډس روغتون (كراچي) چیف آپرېټنګ آفیسر عبدالباری خان او پاکستان كښې د آئزن ھاور پروګرام فیلوز هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل آئزن ھاور فیلو شپ پروګرام د ژوند د بېلو څانګو پوهانو تيارولو كښې مهم كردار تر??ره كوي۔ده ووئيل ماته په دې خوشحالي ده چې ابتداﺀ څخه پاكستاني سكالرانو دې پروګرام سره تړون لرلې كوم چې د ګران هېواد او د انسانيت په خذمت كښې بوخت دي۔ ده ووئيل د آئزن ھاور په ډول نړي??ال?? علمي ادارې د علم ودې او د انساني وسائلو ترقۍ له مهم كردار تر??ره كوي۔ ده هيله ولرله چې د آئزن ھاور فېلوشپ او پاکستان ترمينځه د مرستې لړۍ به سباؤن كښې هم دغسې روانه وي۔ اولس مشر ووئيل ترھګرۍ پاكستان ډېر زيات ځپلې۔ په دې جنګ كښې د زرګونو په شمېر كسان شهيد شوي او مالي قربانۍ وركړې شوي دي۔ د ترهګرۍ په دې لړۍ قابو موندلو له د ام??يكا لخوا مرسته ډېره مهمه ده۔ ده ووئيل ام??يكا كښې د مېشته پاكستانيانو لويه شمېره د ام??يكا په پرمختګ كښې بنيادي كردار تر??ره كوي۔ دا كسان ددواړو هېوادونو ترمينځھ د يو پل حيثيت لري۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې د آئزن ھاور فېلوشپ صدر جارج ډی لاما ووئيل زما د پاكستان دوره ډېره د خوند وه