اسلام آباد ۔04 فروری (اے پی پی)وزیراعظم شاھد خاقان عب??سی د اتوار په ورځ د ګولن ګول ھائیډرو پاور پراجېکټ پرانسته وكړه۔ د منصوبې اولني يونټ پايې ته رسېدو سره ب?? 36 مېګاواټ برېښنا ترلاسه شي كومه ب?? چې د چت??ال په شمول د خواؤ شا سيمو د توان حاجت ترسره كړي۔ چت??ال كښې د كال 2015ﺀ سخت سېلاب څخه وروسته وفاقي حكومت واپډا ته هدايت كړې وو چې چت??ال او خواؤ شا سيمو ته برېښنا وركولو له دې ګولن ګول منصوبه زره تر زره پايې ته ورسولې شي۔ د منصوبې څخه ترلاسه كېدونكې برېښنا د چت??ال او خواؤ شا سيمو د توان حاجت څخه درې چنده زياته ده۔ ګولن ګول ھائیډرو پاور پراجېکټ سره ب?? چت??ال كښې د پرمختګ او سوكالۍ نوې دور پېل شي چې ورسره ب?? د قامي معيشت استحكام سره سره په قامي ګرد كښې پاكه او ارزانه برېښنا شاملولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ ګولن ګول من??وب?? چت??ال ته نزدې په مستوج درياب جوړولې شي چې مجموعي پېداوار ئې 108 مېګاواټ دے ۔ دلته ب?? د برېښنا پېدا كولو درې يونټه لګولې شي۔ اولنې يونټ پايې ته رسېدلې او دويم او درېم به تر مئ ورسي۔ دې منصوبې سره ب?? هر كال 436 ملین یونټ برېښنا قامي ګرډ كښې شامله شي او دې منصوبې څخه ب?? هر كال د 3.7 ارب روپو ګټه ترلاسه شي۔ د منصوبې منظور شوي پي سي ون ترمخه په دې منصوبه ب?? 29 ??رب روپۍ مصرف كولې شي او د واپډې خپلو وسيلو سره سره یو اېس اېډ،سعودی فنډ فار ډوېلپمنټ ، کوېت ډویلپمنټ فنډ او او پی ای سی فنډ فار انټرنېشنل ډوېلپمنټ واپډا د دې منصوبې پايې ته رسولو له بشپړه مرسته كوي۔