واشنګټن 23 جنوری (اے پی پی) امریکا كښې د ??اک??تان سفیر اعزاز احمد چوهدری وئيلي دي افغانستان كښې امن، پخوانۍ شخړې ختمولو او سيمه ايز استحکام له د پاك۔ امریکا قوي شراکت دارۍ ته اړتيا ده، د پاك امریکا اړيكې په شريك احترام او شريكو ګټو اډانه دي، افغانستان كښې د امن ب??الۍ له ??اک??تان تل د نړيوالو هڅو بشپړه مرسته كړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده واشنګټن ډی سی كښې ستراتيجك اینډ انټرنېشنل سټډیز سنټر كښې د ’’پاك امریکا اړيكو په سرخط غونډې ته وينا كښې وكړه۔اعزاز احمد چوهدری ووئيل د پاك امریکا اړيكې په شريك احترام او شريكو ګټو اډانه دي۔ ده ووئيل ??اک??تان او امریکې ترمينځه مرستې ته اړتيا ده كومه چې سيمه كښې امن او استحکام شريك مقصدونو او په خاص توګه افغانستان كښې د پخوانۍ شخړې امناكه حل له ضروری ده۔ سفیر غونډه په افغانستان كښې د افغانانو او د افغانانو په مشرۍ كښې د مفاهمتی عمل لپاره د ??اک??تانی حکومت د ګڼو اقدامات څخه خبر كړ??۔ ده ووئيل افغانستان كښې د امن او امان ب??الۍ له ??اک??تان تل د نړيوالو هڅو بشپړه مرسته كړ?? او اوس هم چمتو دې۔ ده ووئيل د افغان مسئلې كوم پوځي حل نشته۔ ده ووئيل ??اک??تان خپل دا دريځ بيا بيا څرګند كړې چې افغانستان كښې امن او استحکام زمونږ خپل امن او استحکام له هم ضروری دې۔سفیر اعزاز احمد چوهدری ګډون كونكې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د ??اک??تان د قربانیو او په دې مهال د ترلاسه شوې کامیابیو څخه خبر كړ??۔اعزاز احمد چوهدری ګډون كونكې ??اک??تان كښې د سرمایه كارۍ په اړه د ښه موخو څخه خبر كړ??، ده ووئيل ??اک??تان كښې اقتصادی صورتحال كښې د ښه والې په سوب د امريكې ګڼ تجارتی شخصیات سرمایه کارۍ كولو كښې خوښې لري۔اعزاز احمد چوهدری د ??اک??تان او امریکې ترمينځه په اولسي كچه د قوي رابطو پشمول 70 كلن ګڼ اړخيزه اړيكو په بيلو اړخونو رڼا هم واچوله۔