اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) د??ه كاله وړاندې په اسلام آباد كښې بې دركه شوې افغان ما??وم د پاكستان حكومت په هڅو خپلې كورنۍ سره يوځاې شو۔خارجه سېكتر تخمينه جنجوعه د جمعې په ورځ په خارجه دفتر كښې د خېرسګالۍ جذبې له مخې 13 كلن عبدالله پ?? پاكستان كښې دافغانستان نائب سفير ته وسپارلو۔13 كلن عبدالله د??ه كاله وړاندې د خپل پ??ار علاج لپاره مور او پ??ار او دوه وروڼو سر?? پاكستان ته راغلے و٬په اسلام آباد كښې عبدالله د خپل مور او پ??ار نه بېل شوې وو خو د عبدالله د پ??ار د ناڅاپي مرګ له امله د هغه كورنۍ ته د عبدالله لټولو موقع په لاس ورنه راغله او د هغه مور په زړه ستړې د عبدالله نورو دوه وروڼو سره افغانستان ته لاړه۔په اسلام آباد ګښ?? پوليسو ته د نومبر په اوومه نېټه كال 2015م كښې عبدالله په لاس ورغلو خو د هغه مور او پ??ار پېدا نه شول ځكه افغان ما??وم چائلډ پروټېكشن اينډ ويلفيئر بيورو ته وسپارل شو چرته چې ما??وم ته د تعليم٬روغتيا او د نفسياتي لارښونې پشمول د كور پشان ما??ول وركړی شو۔دې سره سره د ما??وم د مور او پ??ار لټولو لړۍ هم روانه وه۔په كابل كښې د پاكستان سفارت او د سي پي اېنډ ډبليو بي په هڅو په جولائي كال 2017م كښې د ما??وم د كورنۍ په افغانستان كښې درك ولګولې شو۔د ما??وم د مشرانو په خواست ما??وم خپلې كورنۍ سره يوځاې كولو لپاره خارجه وزارت انتظامات وكړل او د خارجه وزارت په هڅو عبدالله خپلې كورنۍ ته ورسېدو۔د جمعې پھ ورځ په خارجه دفتر كښې د يوې دستورې په مهال خارجه سېكترې تهمينه جنجوعه 13 كلن عبدالله د افغانستان ډپټي هيډ آف مشنز ته وسپارلو۔د افغانستان ډپټي هېډ آف مشنز په دې لړ كښې د پاكستاني حكومت٬خارجه وزارت٬سي پي اېن ډبليو بي او په كابل كښې د پاكستان د سفارت مننه وكړه