اسلام آباد 25 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو او د مذهبونو د همغږې دوهم وزير پير امين الحسنات شاه وئيلي دي چې په فېض آباد كښې د مظاهرچي??نو په ضد عمليات د مذاكراتو د لارې د معاملې په سو??ه ايز ډول د حل كولو د هڅو ناكامې نه پس پېل كړې شوي۔ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې دوهم وزير ووئيل چې حكومت د تحريك لبيك يارسول الله ګوند سره د مذاكراتو بشپړه هڅې وكړې خو د مظاهرچيانو د ضد ??ه امله مونږ كامياب نه شو۔ ده ووئيل چې حكومت شل ورځې د زغم نه كار اخيستې او هڅې ئې كړې دي چې معامله په ښه ډول حل كړې شي خو له بده مرغه د يو مذهبي ګوند مظاهرچي??نو مثبت ځواب ورنه ك??و۔ ده ووئيل چې د پېنډې او اسلام آباد د لكونو په شمېر وګړي د لارو بندېدو ??ه امله ستونزو سره مخ وو۔ عدالتونو هم د دهرنې ختمولو احكامات جاري كړي وو٬ حكومت مظاهرچي??نو ته يو شمېر تجويزونه وركړل خو هغوي قبول نه كړل تر دې چې مظاهرچيانو د عدالت د امر منلو نه هم انكار وك??و۔ ده مظاهرچي??نو ته خواست وكړو چې هغوي دې د سكاري او نجي املاكو ته د زيان رسولو نه ډډه وكړي۔