اسلام آباد 21 نومبر (اے پی پی) د پاك سمندري ځواك مشر اېډ??رل ظفر محمود عباسي د پاك بحريه په وړاندو مورچو پھ ځاې كړو ځوانانو په آپرېشنل او حربي چمتوالي د اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلې دي د هېواد د سمندري پولو دفا?? او د ميري ټائم مفاداتو ساتنې ته پاك سمندري ځواك وړومبنۍ پام لرنه كوي۔دا خبره ده د نهې پھ ورځ د پاك ??ند پولې ته نزدې پھ كريكس سيمه كښې د وړاندې مورچو دورې كولو په مهال وكړه۔د پاك سمندري ځواك مشر دغلته د پاك ميرينز ډلو د آپرېشنل تيارويانو جاج واخست۔د نيول چيف پھ راتللو كمانډر كوسټ ريئر اېډ??رل معظم الياس هغه ته هركلې اووئې۔د خپلې دورې په مهال نيول چيف ته د هر پوسټ په اړھ بريفنګ وركړی شو۔اېډ??رل ظفر محمود عباسي په وړاندې مورچو پر??و ځوانانو سره ملاقات وكړو او په كريكس كښې د سختو موسمي حالاتو باوجود د سختې ډيوټۍ پھ ترسره كولو يې د هغوي د عزم او جذبې ستائنه وكړه۔نيول چيف د اولس لخوا وركړی شوې د سمندري پولو د دفاع د مقدسه ذمه وارۍ اهميت رامخې ته كړو او د لوړو اخلاقي اقدارو٬فيټنس او د تربيې غوره معيا?? په ځاې ساتلو يې زور راوړو۔هغه د ځوانانو پھ اپرېشنل او حربي چمتاوالي د اطمينان څرګندونه وكړه۔هغه د دې عزم پخلې وكړو چې د هېواد د سمندري پولو دفا?? او د ميري ټائم مفاداتو ساتنه د پاك سمندري ځواك وړومبنې ترجيح ده۔