اسلام آباد 07 نومبر (اے پی پی) د موسمیاتی بدلون وفاقی وزیر سناتور مشاهداللہ خان وئيلي دي د مسلم لیګ (ن) حوصلې دنګې دي او تر اوسه نواز شریف او لیګی کارمندانو پشمول چا ته هم دا نه ده معلومه شوې چې د كومو ګناهونو سزا راكړې كېږي۔ د نهې په ورځ د احتساب عدالت په خوا كښې ميډيا سره په څپلو خبرو كښې ده ووئيل دا د ک??پشن کیس نه دې او د دې ثبوت دا دې چې سپریم کورټ نوازشریف له د ک??پشن په ځائې په اقامه سزا وركړې، هلته څخه هغه ته کلین شیټ هم ترلاسه شوې۔مشاهداللہ خان ووئيل زمونږ په نظر كښې نواز شریف چې كومه ګناه كړې هغه دا ده چې نواز شریف د پاکستان وقار زيات كړې، پاکستان څخه ئې تي??رې ختمې كړي ، ترهه ګري ئې ختمه كړې ،سړكونه ئې جوړ كړې،سټاك ایکسچینج ،جی ډی پی او ټولې اکنامك اشاریے مثبت دي او دا ټوله نړۍ مني۔(