اسلام آباد 13 ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي د پاكس??ان او اروپائي ائتلاف ترمينځه اړيكې پرله پسې د روابطو په عزم اډانه دي٬ اروپائي ائتلاف د پاكس??ان تر ټولو لويې تجارتي همكار او د برآمدات لپاره تر ټولو لويې ماركيټ دے٬ جي اېس پي پلس سكيم د پاكس??ان په معيشت كښې ښه والې او د اقتصادي ايجنډې ودې لپاره تعميراتي فريم ورك وركړی۔ده دا خبره د اروپائي ائتلاف سفير جي?? فرانكوئس كوټين سره د شورو په ورځ دملاقات په مهال وكړه ۔سفير د اروپائي ائتلاف او پاكس??ان ترمينځه مضبوط او پايئداره شراكتداري رامخې ته كولو سره د پاكس??ان پرمختګ لپاره د ل?? مرستې كولو لپاره د اروپائي ائتلاف د لوظ پخلې وكړو۔وزيراعظم په دې موقع د ترهه ګرۍ پھ ضد جنګ كښې د پاكس??ان شانداره كاميابۍ باندې هم رڼا واچوله ۔ده ووئيل د حكومت نېشنل ايكشن پلان د انتهاخوښۍ او ترهه ګرۍ په موثره ډول د مخ نيوې بنياد اېښودې ۔وزيراعظم په اروپاﺀ كښې د پاكستانۍ ورورورلۍ كردار هم وستائېلو۔