اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي) د صدر ډاکټر عارف علوي كورودانې بېګم ثمينه علوي د مېرمنو د برېسټ كېنسر په فوري تشخيص او په وخت درملنو زور رواړلو سره وئيلي دي چې د اولس د نفسياتي مسئلو حل ا?? د خصوصي وګړو د حقونو تحفظ او خېرښګړې لپاره به ټولنې ټولو طبقو له ذمه وار كردار لوبول وي۔ د شورو په ورځ خپل يو وېډيو پېغام كښې وړومبۍ مېرمن ووئيل پاكستان كښې د مېرمنو لويه شمېره د برېسټ كېنسر له امله د مرګ خلې له ځي٬ دغسې پاكستان كښې نزدې 24 فيصده آبادي بېلا بېلو نفسياتي مسئلو سره مخ ده او د خصوصي وګړو شمېره هم د هېواد د آبادۍ د 10 نه تر 12 فيص??ه ده۔ دې ووئيل چې په يو څو كالو كښې د دې مسئلو پحقله پاكستان كښې شعور بېدارولو كښې اضافه شوې ده٬ په دې لړ كښې ګرد هېواد كښې خاص دستورې، سيمينارز، کنفرنسونه او د نورو هلو ځلو اهتمام شوې٬ دې مقصد لپاره د ال??کټرانك ميډيا، ورځپاڼو، سوشل ميډيا او اېن ج?? اوز بشپړه او د ستائنې وړ مرسته ترلاسه ده۔