اسلام آباد07 اګست(اے پی پی)پاكستان او عمان د شريكې خوښ?? په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو ته وده وركولو كښې خوښي تكرارولو سره د تجارت٬ دفاع او كلتور په څانګو كښې د مرستې زياتولو په حاجت زور راوړے دے۔ د ګل په ورځ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي سره د عمان وسله والو ځواكونو چيف آف سټاف وائس اېډمرل عبدالله بن خميس الرئيسي ملاقات وكړو۔ صدر مملكت عبد الله بن خميس او ده سره راغلي پلاوي ته هركلي وئيلي سره ووئيل پاكستان عمان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬ دواړه هېوادونه په نړيوال فورمز په بېلو مسئلو د يو بل ملاتړ كوي٬ صدر مملكت ووئيل چې د پاكستان د معيشت په بېلو څانګو كښ?? په خاص توګه كركيله كښې د سرمايه كارۍ موقعې موجود دي٬د كركيل?? په څانګه كښې مرسته د دواړو هېوادونو غذائي تحفظ ضروريا?? لپ??ره ډېره مهمه ده۔ صدر مملكت پلاو?? په مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو سنګين صورتحال نه هم خبر كړو۔ ده كشمير مسئل?? په اړه د پاكستان د دريځ په ملاتړ كولو د عمان د مشرتابه مننه وكړه۔ په د?? موقع وائس اېډمرل عبدالله بن خميس الرئيسي ووئيل چې د پاكستان او عمان ترمينځه بېلو څانګو كښې همكاري لا سوا ??ېدې شي۔ ده صدر مملكت ته د عمان مشرتابه لخوا د نيكو هيلو پېغام هم ورسولو۔ د عمان د وسله والو ځواكونو چيف آف سټاف تېره ورځ په رامخې ته شوي ټرين پېښه كښ?? په قيمتي ځاني زيان د غمرازۍ څرګندونه هم وكړه۔